د افغانستان د قره‌قل د پوستکي صادرات څو برابره ډېر شوي

په بلخ کې د قره‎قل پوستکي د پروسس او صادراتو انسټټیوت وايي چې سږ کال به څه باندې درې لکه جلده د قره‎قل پوستکي منځنۍ آسیا او فنلنډ ته صادر شي.

د دغه انسټټیوټ مالي او اداري مدیر محمد عارف د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس‌مهال ۴۵ زره جلده د قره‎قل پوستکي د پروسس لاندې دي او د تېر کال په نسبت به څو برابره زیات بهر ته صادر شي.

نوموړی وایي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په بلخ ولایت کې قره‎قل پوستکي ډېر خرڅلاو لري.

ښاغلی محمد عارف وايي چې تېر کال یو لک ۸۷۵۳۱ جلده قره‎قل پوستکي بهر ته صادر شوي وو.

نوموړی وایي، د افغاني قره‎قل یو جلد پوستکی په نړیوالو بازارونو کې له ۵۰ تر ۷۰ ډالرو پلورل کېږي.

قره‎قل پوستکی چې د افغانستان مهم پیداوار یادېږي، د اوږدې مودې راهیسې په نړیوالو بازارونو کې د افغان صادراتو عمده برخه تشکیلوي.