مسلمیار: د امریکا نوې پالېسي باید افغانستان له شره خلاص کړي

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د افغانستان په اړه د امریکا نوې پالېسي باید افغانستان د ګاونډیو له شره خلاص کړي.

د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار نن ازادي راډیو ته وویل چي امریکا د افغانستان سره د دوه اړخیز ستراتيژیک تړون له مخې باید د افغانانو تر شا ودرېږي او هر هغه ډله او کړۍ چې افغانان ځوروي د هغوی په وړاندې عملي اقدام وکړي.

ښاغلی مسلمیار زیاتوي:

"امریکا د افغانستان د خلکو سره ستراتیژيک تړون لري او هر هغه څوک چې د افغانستان خلک ځوروي امریکا باید د افغانانو تر شا ودرېږي او د هغوی په وړاندې عملي اقدام وکړي."

ښاغلي مسلمیار وویل، امریکا باید په خپله نوې پالېسۍ کې د ترورېستي ډلو او د دوی د ملاتړو په وړاندې جدي او ښکاره دریځ ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې امریکا ډېر ژر د افغانستان په اړه خپله نوې پالېسي اعلان کړي.