دهقان: که سعودي ناپوهي وکړي له مکې-مدینې پرته ټولې برخې یې ولو

ایران وايي، که سعودي عربستان د ناپوهۍ کوم عمل ترسره کړي نو له مکې او مدینې پرته به تهران د سعودي ټولې برخې وولي.

د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان دا خبرداری څو ورځې وروسته له هغې ورکړ چې د سعودي مرستیال ولیعهد محمد بن سلمان تهران تورن کړ چې پر اسلامي نړۍ د نفوذ هڅه کوي.

د سعودي مرستیال ولیعهد ویلي که جګړه کېږي نو میدان به‌يې ایران وي نه‌سعودي عربستان.

محمد بن سلمان ویلي موږ د ایرانیانو په هدف پوهېږو هغوی غواړي مکې ته ورسېږي
او د هغه په وینا سعودي به دې ته منتظر پاتې نه‌شي چې جګړه‌يې په خاوره کې ونښلي بلکې ایران به د جګړې میدان وګرځوي.

د سعودي مرستیال ولیعهد له ایران سره هر ډول خبرې رد کړې دي.

ایران که څه هم په لومړي سر کې له غصې ډک عکس‌العمل څرګند کړ خو وروسته‌يې بیا وویل چې تهران د سیمه‌ییزو مسئلو د حل په مقصد خبرو اترو ته چمتو دی.