افغان او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر وژل کېدل تائید کړل.
چارواکو پرون وویل عبدالحسیب تېره میاشت په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي کومانډو ځواکونو په ځانګړي برید کې وژل شوی دی.
عبدالحسیب تېر میلادي کال وروسته تر هغې د داعش مشر وټاکل شو چې د دې ډلې پخواني مشر حافظ سعید د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په یوې حمله کې لهمنځه لاړ.
د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د داعش د مشر د وژلو په عملیاتو کې پنځوسو امریکايي او څلوېښتو ځانګړو افغان سرتېرو ونډه درلوده.
د اعلاميې له مخې په دې عملیاتو کې د داعش یو شمېر نور مهم غړي هم وژل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ننګرهار کې د داعش د مشر وژل کېدل تائید کړي دي.