امریکا وايي شمالي کوریا کې یې یو وګړی نیول شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه وویل چې شمالي کوریا کې د یوه امریکايي وګړي د نیولو خبر ورسېدلی دی.

پر دې امریکايي وګړي د شمالي کوریا د دولت پر ضد د فعالیت شک دی.

د شمالي کوریا خبري اژانس" KCNA " په حواله، " کیم هاک سونګ " د پیونګ یانګ د ساینس او ټکنالوژۍ په پوهنتون کې ښوونکی و او د شنبې په ورځ نیول شوی دی.

دې خبري اژانس ویلي چې یوه مسئوله اداره د نیول شوي وګړي د "جنایت" جزئیات څېړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل:

"موږ د خپلو وګړو امنیت ته لومړیتوب ورکوو او کله چې شمالي کوریا کې زموږ وګړي نیول کېږي، هلته د سویډن له سفارت سره چې د امریکا د ګټو ساتنه کوي، خبرې او کار کوو."

په شمالي کوریا کې درې نور، کوریايي‌الاصله امریکايي وګړي هم په توقیف کې دي.