د ناروې د کډوالو شورا: د قلعه‎زال خلکو ته د وتلو لار ورکړئ

د ناروې د کډوالو شورا " Norwegian Refugee Council" د افغانستان پر حکومت او وسله‎والو طالبانو غږ کړی چې د کندز د قلعه‎زال ولسوالۍ خلکو ته د جګړې له سیمې د وتلو لار ورکړي.

د دې ادارې مشر پرون یکشنبه کندز کې په روانه جګړه کې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکي خلکو امنیت او ژوند ته پام وکړي.

وسله‎والو طالبانو د شنبې په ورځ پر قلعه‎زال حمله وکړه او تر څو ساعتونو جګړې وروسته د ولسوالۍ د مرکز په ګډون زیاتې سیمې يې ونیولې.

دې نړېوالې ادارې د قلعه‎زال د اوسېدونکو په حواله خبر ورکړی چې د کندز د بلې ولسوالۍ خان‎اباد خلک هم د جګړې له وېرې په تېښته کې دي.

د ناروې د مهاجرت شورا وايي چې له قلعه‎زال او خان‎اباد ولسوالیو زرګونه کسان تښتېدلي او د کندز نورو سیمو ته‌یې پناه وړې ده.

دې ادارې ویلي چې د جګړې له امله له بې‌ځایه شویو خلکو سره بېړنیو مرستو ته تیاری نیسي.

د افغانستان حکومت وايي چې د قلعه‎زال ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي او اضافي ځواک سیمې ته استول شوی دی.