میدان وردګ کې د وسله‌والو طالبانو ۲ مهم قوماندانان وژل شوي

د ميدان‎ وردګ چارواکي وايي، د امريکا د يوې بې‎پېلوټه الوتکې په برید کې د وسله‎والو طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي دي.

د میدان وردګ د والي وياند عبدالرحمن منګل ازادي راډيو ته وويل، دغه برید نن د یکشنبې په ورځ شوی دی.

د ميدان وردګ د والي ویاند وايي په دې حمله کې خپله قاري نوراغا نه‌دى وژل شوى.

د پېښې په اړه وسله‎والو طالبانو کومه تبصره نه‌ده کړې.