د امريکا يوه ډیپلومات ويلي، هېواد يې د کندهار د ثبات او امن لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د امريکا د سفارت ځانګړي شارژدافېير هوګو لارېنس "Hugo Llorens " دا څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ په کندهار کې له ولايتي چارواکو سره په کتنه کې وکړې.
د امريکا د سفارت په اعلاميه کې ويل شوي چې ښاغلي لارېنس ويلي، د امريکا متحده ايالات کندهار کې د امن د ښهوالي لپاره د اقتصادي او پراختيايي پروژو ملاتړ کوي.
دغه امريکايي ډیپلومات ويلي چې امريکا له ٢٠١٠ مېلادي کال راهيسې په کندهار کې د بيارغونې پر پروژو ۴۳۶ میليونه ډالر لګولي دي.