شمالي کوريا نن وويل چې يو بل امريکايي وګړى يې د شمالي کوريا پر ضد د فعاليتونو په شک نيولى دى.
د شمالي کوريا د خبري اژانس په حواله، کيم هاک سونګ چې پرون نيول شوى، د پېونګ يانګ له ساينس او ټکنالوژۍ پوهنتون سره کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې درې نور امريکايي اتباع له وړاندې په شمالي کوريا کې نيول شوي او بنديان دي.