د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات کړی دی.
له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي افغان ولسمشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت باید د سیمې د سیالیو قرباني نهشي.
په اعلامیه کې همدا شان د محمد اشرف غني له قوله ویل شوي افغان حکومت به چا ته اجازه ورنهکړي چې له خاورې یې د ګاونډیانو پر ضد استفاده وشي.
له بلېخوا د اجرائیه ریاست اعلامیه وايي چې عبدالله عبدالله د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیده کاته کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي دواړو لورو د کابل او تهران د همکاریو امنیتي وضعیت او د سیمې د سولې په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن کابل کې له خپل افغان سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي هېواد یې له افغانستان سره د ترورېزم او مخدره موادو پر وړاندې په ګډه مبارزه کې همکاري کوي.