مسلمیار: م.م ته دې د پاکستان د پوځي تحرکاتو په اړه شکایت وشي

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار

د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې سپین‎بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د راولاړو شویو ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړي.

د دغې جرګې رئیس فضل‎الهادي مسلمیار نن د یکشنبې په ورځ عمومي غونډه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري حملې وغندلې.

ښاغلي مسلمیار وویل:

"د افغانستان له حکومته مو غوښتنه دا ده چې په دې اړه د ډیپلوماتیکو اصولو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت وړاندې کړي، څو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له تحرکاتو مخنیوی وشي."

د تېرې جمعې په ورځ د نظر او لقمان په کلیو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه وشوه چې دواړو خواو ته پر پوځیانو سربېره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

که څه هم دا مهال په سیمه کې جګړه درېدلې، خو د مشرانو جرګې غړي وايي چې حالت اوس هم جګړې ته ورته دی.