د سرپل ولایت د کرنې او مالدارۍ مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې سږ کال ۹۲۸ مېوه لرونکي باغونه جوړ شوي دي.
د سرپل د کرنې رئیس سید معینالدین عیني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه په ۱۰۲۲ جریبه ځمکه باندې د څه باندې دوو میلیونو ۳۲۸ زره افغانیو په ارزښت د کرنې ریاست او کروندګرو په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.
ښاغلی عیني وايي، سرپل کې د دغو باغونو په جوړولو سره په سلګونه کروندګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.