د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې کابل کې د پلاسټیک نړیوال نندارتون په پای کې افغان سوداګرو څه باندې ۲۰ تړونونه او هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړونونه او هوکړهلیکونه د میلیونونو افغانیو ارزښت لري چې له بهرنیو شرکتونو سره شوي دي
نوموړي وویل:
"دغه تړونونه افغانستان کې د ګډې پانګونې او دغهراز د پلاسټیکي توکو د وارداتو او صادراتو برخه کې لاسلیک شوي دي."
ښاغلي پسرلي وویل چې افغان سوداګرو یاد تړونونه او هوکړهلیکونه له چینايي، ایراني او پاکستانيو سوداګرو سره لاسلیک کړي دي.