عراقي ځواکونه وايي موصل کې یې د داعش ضد عملیاتو کې پرمختګ کړی

عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه د موصل د لوېديځې برخې د بېرته نیولو لپاره د نویو عملیاتو په ترڅ کې د پرمختګ خبره کوي.

د عراق د پوځ قوماندانان وایي چې ځواکونو یې د موصل د لوېدیځې برخې شمالي څنډو کې پرمختګ کړی او د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر ولکې لاندې په لسګونه ملکي وګړي یې ازاد کړي او خوندي سیمو ته‌یې لېږدولي دي.

د پوځي پولیسو یوه قوماندان رعد‎ شاکر د شنبې په ورځ وویل چې د ده ځواکونه د نویو عملیاتو په ترڅ کې د موصل شمال لوېدیځې برخې د الحرامت سیمې ته ننوتل او ۵۰۰ متره ساحه یې له سخت دریځو وسله‎والو څخه ونیوله.

هغه په دې سیمه کې د نښتو په ترڅ کې د شااوخوا ۱۵ سخت دریځو د وژل کېدو خبره وکړه.

له دې یوه ورځ مخکې چارواکو د موصل د لوېدیځې برخې د مشرفه له سیمې هم د اسلامي دولت ډلې د سخت دریځو د ایستلو خبر ورکړی و.

له دې سیمې هم په سلګونه ازاد شوي ملکي وګړي د موصل د ختیځې برخې خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د بشري حقونو ډلو ویلي، هغو سیمو کې چې تر اوسه د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې دي، بند پاتې شوي ملکي وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او په نویو آزادو شویو سیمو کې هم ورته وضعیت روان دی.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر اوسه به د ۳۰۰ زرو نه تر ۵۰۰ زرو پورې خلک د موصل په هغو سیمو کې بند پاتې وي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرې کنټرول لري.

عراقي ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي له داعشه د موصل د بېرته نیولو لپاره د فبرورۍ په ۱۹مه نوي عملیات پیل کړل چې له هغه وخت راهیسې دوام لري.

د موصل ختیځه برخه له مخکې ازاده شوې او د لوېدیځې برخې د بېرته نیولو لپاره‌یې د عراقي ځواکونو پرمختګ له خونړیو نښتو سره مل دی، ځکه د ښار دې برخه کې ډېر ملکي وګړي بند پاتې دي.

ویل کېږي، هغه سخت دریځي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د عراقي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي، شمېر یې شااوخوا زرو تنو ته رسېږي.

دغه نوي تهاجمي عملیات د دې لپاره پیل شوي چې د خلکو ګڼ مېشتی د موصل زوړ ښار د داعش له وسله‎والو چې ګومان کېږي، له ملکي وګړو د ډال په توګه کار اخلي، ازاد کړي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ مېلادي کال د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې او خپل خلافت‌یې اعلان کړ.

اوس د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ډېره ساحه له لاسه وتلې او دوه پیاوړي مرکزونه چې په عراق کې موصل او په سوریه کې رقه ښار دی، ورپاتې دي.