په فرانسه کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د رأی ورکولو بهير پيل شوى دى.
دغه انتخابات به دې ته لار پرانیزي چې دغه هېواد د اروپايي ټولنې مخکښ غړى وي، که له دې ټولنې څخه وځي.
يو کانديد منځلارى امانوېل مکرون دى چې د اروپايي ټولنې پلوي کوي، بله کانديده د مهاجرت ضد ملتپاله مارين لوپن ده چې له اروپايي ټولنې د فرانسې د وتلو پلوي کوي او غواړي فرانسه کې د يورو پولي واحد د چلښت مخه ونيسي.
د رأی ورکولو په ٦٦زره مرکزونو کې رأيه اچونه پيل شوې ده.
د پلازمېنې پاريس د رأيو د يوه مرکز د مسؤل مرستيالې کلېر سوپه "CLAIRE SAUPIN" وويل:
"دا مهال زموږ لويه اندېښنه دا ده چې ايا د رأيې ورکولو ټول مرکزونه د اړتيا وړ څيزونه لري؟ د سهار اته بجې خو هر څه موجود وو، لکه ضروري وسايل، د اړتيا وړ مواد، اسناد او نور. مهم لومړيتوب مو دغه دى چې د شپې د نتايجو تر اعلان مخکې مو چارې ښې روانې وي."
په فرانسه کې د جمهوري رياست انتخاباتو اول پړاو د اپرېل پر ٢٣مه وشو، خو څرنګه چې يوه کانديد هم پنځوس جمع يو رأیې ونهګټلې، دوه مخکښ کانديدان دوهم پړاو ته ووتل.
په فرانسه کې د جمهوري رياست دوره پنځه کلنه ده او په دغه هېواد کې ٤٨ میليونه کسان د رأيې ورکولو پر شرايطو برابر دي.