جواد ظریف: کابل او تهران د همکاریو ګڼ فرصتونه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ترورېزم او نشه‎یي توکو په وړاندې په ګډه مبارزه کې همکاري کوي.

جواد ظریف چې نن د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی وو، د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‎الدین رباني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، کابل او تهران د همکاریو ګڼ فرصتونه لري.

جواد ظریف زیاته کړه:

"موږ اړتیا لرو چې د ترور، تاوتریخوالي او نشه‎یي توکو په وړاندې ګډه همکاري او مقابله وکړو او دغه همکاري د افغانستان، ایران، سیمې او نړۍ په ګټه ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‎الدین رباني په دغې خبري ناسته کې وویل، ترورېزم او افراطیت د دواړو هېوادونو او نړۍ امنیت ګواښي.

ښاغلي رباني زیاته کړه، د ایران او افغانستان ټینګار دا دی چې اسلامي سازمان او اسلامۍ نړۍ باید د افراطیت پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له ایراني سیال سره‌یې د ترورېزم او نشه‎یي توکو سره د مبارزې برسېره، د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو هم بحثونه کړي دي.