د کندهار سیمهییز چارواکي وايي چې د کندهار د مطبوعاتي دفتر یو کارکوونکی نن سهار د ناپېژنده وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن ازادي راډيو ته وویل چې پر مولوي عبدالغفور پيروز باندې په نهمه حوزه کې هغه مهال وسلهواله حمله وشوه چې له خپل کوره د دفتر پر لور روان وو.
مولوي عبدالغفور پيروز له تېر یو کال راهیسې د کندهار د مطبوعاتو له دفتر سره کار کاوه.
تر اوسه کومې وسلهوالو ډلې د هغه د وژلو مسؤلیت نهدی منلی.