د پاکستان صدراعظم نواز شریف وايي چې د پلازمېنې اسلاماباد نوی هوايي ډګر چې کار یې ځنډېدلی، د اګست په ۱۴مه پرانیستل کېږي.
نوازشریف پرون شنبه دولتي ټلوېزیون ته وویل، د اسلاماباد نړیوال هوايي ډګر په چټکه بشپړېږي.
پاکستاني چارواکي وايي چې دغه هوايي ډګر کې به ځینې ابتدايي الوتنې تر جولای میاشتې پورې پیل شي.
دا هوايي ډګر به د راولپنډۍ ښار ته نېږدې د بېنظیر بوټو د بېنظمه هوايي ډګر ځای ونیسي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال د بېنظیر بوټو هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو ناوړه هوايي ډګر پېژندل شوی و.