عراقي پوځیان د موصل لوېدیځو څنډو ته پرمختګ وکړ

عراقي پوځیان د موصل لوېدیځو څنډو ته پرمختګ وکړ او په دې سیمه کې یې لسګونه ملکیان چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې تر کنټرول لاندې وو، خوشې کړي او له سیمې لېږدولي دي.

عراقي قوماندانانو پرون شنبه وویل، ځواکونه‌یې د داعش تر کنټرول لاندې د الحرامات سیمې ته ننوتي او نېږدې ۵۰۰ متره ساحه‌یې نیولې ده.

د دوی په وینا پوځ د دې سیمې له ازادولو وروسته په لسګونه ملکي وکړي ایستلي او په جګړه کې شااوخوا ۱۵ یاغیان وژل شوي دي.