اولاند: د مکرون برېښنا لیکونو د افشا مسئلې ته به ځواب ورکړم

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند پرون ژمنه وکړه چې جمهوري ریاست ته د منځ‎لاري کاندید امانوېل مکرون د انتخاباتي کمپاین د برېښنا لیکونو د افشا کېدو مسئلې ته به ځواب ورکړي.

د رپوټونو پر اساس، د مکرون د ټاکنیز کمپاین نهه ګېګا بایټه اسناد او برېښنا لیکونه، د جمعې په ورځ پر داسې یوه انټرنټي پاڼه خپاره شول چې ناڅرګنده کسانو ته د معلوماتو د خپرولو اجازه ورکوي.

ولسمشر اولاند وویل چې د ټاکنو پر مهال د داسې پېښې له امکانه خبر وو ځکه د هغه په وینا دا کار په نورو هېوادونو کې هم شوی دی.

خو هغه ژمنه وکړه چې هېڅ‎کار به بې‌ځوابه نه‌پاتې کېږې او په ټاکنو کې د لاسوهنو په اړه به ځانګړې پروسه پیل شي.

په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم او وروستی دور ترسره کېږي.

په‎دې دور کې منځ‌لاری کاندید امانوېل مکرون او افراطي ښي اړخه سیاستواله مارین لوپن مخامخ دي.