سپینه ماڼۍ وايي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون شنبه د ونزوېلا ملي اسامبلې له مشر سره وکتل.
د ونزوېلا ملي اسامبله د حکومت د سیاسي اپوزېسیون تر لاس لاندې ده.
د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه وايي چې د ملي امنیت سلاکار "اېچ. ار" مکمسټر او د ونزوېلا د ملي اسامبلې مشر جولیوبورګېس په ونزوېلا کې پر روان سیاسي کړکېچ خبرې وکړې.
دواړو منلې چې په ونزوېلا کې روان سیاسي کړکېچ باید ژر او په سولهییز ډول خلاص شي.
د خبرپاڼې په حواله، دواړه پر دې غږېدلي چې د ونزوېلا حکومت باید د هغه هېواد اساسي قانون او ملي شورا ته درناوی وکړي، سیاسي زندانیان خوشې کړي او ازاد او ډموکراتیک انتخابات ترسره کړي.
په ونزوېلا کې له څو اوونیو راهیسې د ولسمشر نېکولاس مدورو پر ضد لاریونونه کېږي.
مدورو څو ورځې مخکې د نوې او "منل شوې" اسامبلې د جوړولو اعلان وکړ.
خو د جولیوبورګېس په ګډون سیاسي مخالفانیې پر هغه تور پورې کوي چې د خپل قدرت د زیاتولو لپاره د ملي اسامبلې د کمزوري کولو هڅې کوي.