رپوټونه وايي چې د سپینبولدک او چمن تر منځ، پر ډیورند کرښه د وروستۍ وسلهوالې نښتې له امله لږ تر لږه زر کورنۍ بېځایه شوي دي.
سیمهییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې د نظر او لقمان کلیو دې خلکو د سپینبولدک په بازار کې پناه اخیستې ده.
په سیمه کې د جمعې پر سهار د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ وسلهواله نښته وشوه چې ملکي خلک هم پهکې ووژل او زخمیان شول.
د افغانستان او پاکستان پوځونه وايي چې سیمه کې اوربند دی خو د سپینبولدک او چمن لار تړلې ده.
د ازادي راډیو خبریال وايي چې تجارتي مالونه بند دي او په سیمه کې د وړو سوداګرو کارونه په ټپه درېدلي دي.