چارواکي: ارزګان کې وسله والو طالبانو یو نر او ښځه وژلي

د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو یو نر او یوه ښځه وژلي دي.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ ښاروال ډاکټراعظم نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چورې ولسوالۍ په څلورکیلو مترۍ کې د اشیزو په کلي کې یو نر او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور نیولي او په ډزو يې وژلي دي.

د نوموړي په وینا چې دغه سیمه کې وسله وال طالبان حاکم دي او وژل شوی کس هم د وسله والو طالبانو له ډلې څخه وو چې د خپلو ملګرو له لوري وژل شوی دی.

د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان په دې اړه ناخبري ښیي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.