د شنبې په ورځ د خوست د ځاځي میدان، باک، صبریو، تریزیو، قلندر، موسی خېلو او د دریو مرکزي اداري واحدونو د ۲۱۹ ښوونځیو ښوونکو له دې کبله چې دوی ته د یوې لسیزې پرلپسې غوښتنو وروسته هم د کورونو لپاره ځمکې نه دي وېشل شوي، ښوونځیو ته د نه تګ اعتصاب کړی او یاد ښوونځي يې تړلي دي.
همدارنګه د اسماعیل خېلو او مندوزیو، نادرشاه کوټ، سپیرې او شمل دوه منده ولسوالیو هغه شمېر ښوونکو هم اعتصاب کړی چې د ښوونکو په سموات ښارګوټي کې نمرې ورکړل شوي، خو ځايي خلک او زورواکي د ښارګوټي ځمکه خپله بولي او ښوونکي په کې ابادیو ته نه پرېږدي.
د پوهنې ریاست یوې سرچینې وویل چې په روانو اعتصابونو کې یوازې د تڼیو او ګربزو ولسوالیو ښوونکي برخه نه لري.
د تریزیو او علي شېرو د ولسوالۍ د ښوونکو یو تن استازي رئيس حسن ازادي راډیو ته پدې اړه وویل:
"د ځاځي میدان، باک، تریزیو او صبریو ولسوالیو، همدارنګه موسی خېلو او قلندر او درې مرکزي واحدونو متون، شمل، لکڼ کې ۲۱۹ مکتبونه دا ټول نن بند شوي دي، د ټولو ښوونکو دا پریکړه ده، تر څو چې دوی ته خپله حقه حقوق ورکړل شوي نه وي، تر هغې به مکتبونه بند وي او دا پروسه به جریان لري."
اعتصاب کوونکو ښوونکو د خوست د پوهنې اداره په بې کفایتی تورنوله او زیاتوله يې چې یاد مسؤلین په تېره یوه لسیزه کې نه دي توانیدلي چې په دې برخه کې شته ستونزې حل کړي.
د دې تر څنګ د خوست د څلورو لوېدیځو ولسوالیو ښوونکو بیا د لنډ وخت لپاره د خوست-ګردېز لاره د ټرافیکو پر مخ وتړله او له ولایتي مسؤلینو يې وغوښتل چې د سموات پروژې د تطبیق په مخکې پراته خنډونه لیرې کړي.
دوی ویل، ځايي خلک او زورواکي يې نه پریږدي، چې توزیع شویو ځمکو کې ځانونو ته کورونه جوړ کړي.
د اسماعیل خېلو او مندوزیو یو تن ښوونکي وویل:
"دا والي او قوماندان چا دې څوکیو ته رسولي دي، دا د دې خړکي معلم په واسطه دې ځای ته رسېدلي دي، نن عسکر راځي دېخوا اخوا معلم کش کوي، په سپینه ږیره يې په سړک کې نسکوروي، له دوی جدي خواهش کوو چې یادې زموږ نمرې فسخه کړي او یا دې معلم ته خپل حق ورسوي."
بل لوري ته بیا د پوهنې ریاست اداره د ښوونکو دا کار د قانون خلاف بولي او وايي چې د نمرو لپاره باید د ښوونځیو دروازې ونه تړل شي.
د پوهنې ریاست تدریسي امر حاجي محمد اکبر وویل، هغه ښوونکي خو د اعتصاب لپاره هېڅ دلیل نه لري چې اصلاً تر اوسه د نمرو په لېستونو کې شامل نه دي.
تدریسي امر زیاته کړه:
"زه داسې وایم هغه ښوونکی چې د نمرې مستحق دی هغه دې غوښتنه وکړي خو هغه معلم چې ادارې سره د نمرې مستحق نه دی، مقرر شوی دی، معلم دی، خو د نمرې په لېست کې نه دی، حق الزحمه معلم دی، قراردادي معلم دی، هغه باید خپل درس ته دوام ورکړي او د نمرې له معلم نه مې هم دا غوښتنه ده چې د شاګرد پر سر نمرې مه غواړه."
د خوست د ولایت مقام چارواکي د ښوونکو لپاره د نویو ښارګوټو نقشه او پلان کول یوه زمان ګیره او اوږده پروسه بولي او وايي، دوی په دې برخه کې لاس په لاس څه نشي کولای.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل:
"ستاسو د معلوماتو له مخې ښوونکو له دې کبله یو شمېر ټولګي تړلي چې دوی ته نمرې نه دي ورکړل شوي، زه فکر کوم دا د زده کوونکو په مقابل کې یو مناسب عمل نه دی، موږ نن سبا ډېر ضرورت لرو چې ښوونځي د همېشه لپاره فعال وساتو، نمرې باید ورکړل شي، خو تاسو پوهېږئ چې د ښارګوټي نقشه او د نمرو توزیع یوه زمان ګیره پروسه ده، موږ په دې برخه کې اړوندو اداراتو دنده سپارلې، هغوی اسناد برابر کړي او مرکز کابل ته تللي دي."
د خوست د پوهنې ریاست او ولایتي چارواکو په دې اړه چې د یادو ښوونکو د اعتصابونو د ختمولو او د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو څه ډول پلان لري، له څه ویلو ډډه وکړه، خو اعتصاب کوونکو ښوونکو بیا بیا ټېنګار کاوه چې دوی ته د ځمکو له وېش پرته به ښوونځیو ته ولاړ نشي.
راپور: نجیب الله الوخېل