روسیې فعالان د «بولوتنای» څلور لارې اعتراضونه لمانځي

ټاکل شوې د مې پر ۶ مه د روسیې مخالف فعالان راټول شي، څو په مسکو کې د ۲۰۱۲ مېلادي کال د بولوتنایا څلور لارې د اعتراضونو پنځمه کلیزه ولمانځي.

د مسکو چارواکو د ښار په یوه برخه کې د دې لاریون اجازه ورکړې ده، خو هغوی یې د بولوتنایا څلور لارې ته د ورتلو اجازه نه‎ده ورکړې.

د دې لاریون یوه تنظیموونکي الکساندرپیکلین انټرفکس خبري اژانس ته وړاندې ویلي وو چې تر ۱۰ زرو پورې کسان به په‎دې لاریون کې برخه واخلي.

د ۲۰۱۲ مېلادي کال د مې پر شپږمه څو زره روسي وګړو په همدې څلورلارې کې د ولسمشر ویلادمیر پوتین د بیا انتخابېدو په وړاندې اعتراضونه وکړل؛ خو له پولیسو سره یې نښتې وشوې.

د دې بېنظمیو په ترڅ کې له ۴۰۰ تر ۷۰۰ پورې کسان ونیول شول، تر ۳۰ ډېر په رسمي ډول تورن شول او ډېری نور یې تر تعقیب لاندې ونیول شول.

یو شمېر دغه اعتراض کوونکي چې لا رسماً تر تعقیب لاندې نه وو نیول شوي، له روسیې ووتل او په هسپانیې، سوېډن، لیتوانیا، استونیا او جرمني کې یې پناه واخیستله.