د مسکو په جنوب کې په یوې څلوېښت پوړیزې ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله څه باندې دېرش تنه ژوبل شوي دي.
دروسیې خبري اژانسونو نن د یکشنبې په ورځ د سیمهییزو روغتیایي خدماتو د ادارو له قوله دا راپور ورکړی دی.
ټولټال ۳۱ تنه تر روغتیایي څارنې لاندې دي چې په دې کې ۱۱ تنه یې چې دوه یې ماشومان وو، روغتون ته وړل شوي او د ۲۰ تنو نورو یې له روغتونه دباندي طبي څارنه شوې ده.
تر دې پېښي د مخه د مارچ پر ۲۲ مه د مسکو په شمال ختیځ کې په یوه اپارتمان کې اورلګېدلی و چې دوه تنه پهکې ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شوي وو.