د فرانسې د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماند ایمانوېل ماکرون انتخاباتي ټیم وایي، د دوی کار له پراخو تنظیم شویو انټرنټي بریدونو سره مخامخ شوی چې په نتیجه کې یې د مې پر پنځمه نېټه د دغه ټیم د مبارزې عمده اسناد انلاین خپاره شوي دي.
د مکرون انتخاباتي ټیم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا اسناد د رسمي کمپاین په وروستي ساعت کې خپاره شول چې هدف یې د دوی په وینا ډموکراټیکه بې ثباتي ده.
دوی وایي دا کار هغه څه ته ورته دي چې د امریکا متحده ایالاتو د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاین پر مهال پېښ شو.
د مکرون انتخاباتي ټیم زیاتوي، د فرانسې په انتخاباتي کمپاینونو کې د دومره پراخې کچې اسنادو خپرېدل بې ساري دي.
ویکي لیکس پر ټوېټر یو لېنک ایښی او وایي، په دې کې د ۲۰۱۷ مېلادي کال د اپرېل تر ۲۴ مې نېټې پورې لسګونه زره اېمیلونه، عکسونه او نورې پاڼې شته.
ویکي لیکس ویلي چې دوی پخپله د دې افشاګرۍ مسؤل نهدي؛ خو دا یې هم نهدي ویلي چې دا اسناد یې له کومه ترلاسه کړي.
مارین لې پین پرون اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي وو:
"هغه هڅې بندې کړئ چې داسې ښیي لکه ما چې ماته خوړلې وي، ښیي یو حیرانوونکی کار وشي چې دا نظر پوښتنې او د رسنیو دا پراخې هڅې تر پوښتنې لاندې راولي."
په هر حال، هر څه پر مخ روان دي او هر څه مو له وړاندې بدل کړي دي، پر پخوانیو سیاسي ډلو بندیز لګول شوی، حتی که موږ بریالي هم نشو.
په هر حال یوه نوي سیاسي ځواک زېږیدلی دی."
تر دې وړاندې راپورونو ښودلې چې د فرانسې د انتخاباتو تر دوهم دور د مخه په نظر پوښتنه کې ايمانوېل مکرون تر خپلې سیالې مارین لي پېن ډېر وړاندې دی.
ټاکل شوې د دغو انتخاباتو دوهم دور سبا یکشنبه ترسره شي.
ایمانوېل مکرون د اروپایي اتحادیې ملاتړی دی؛ خو مېرمن لي پېن د دې اتحادیې ضد تګلارې لري او د کډوالو په وړاندې سخت دریځ لري.