د افغانستان دفاع وزارت د کندز ولایت د قلعۀزال ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې افغان ځواکونه موجود دي او دا مهال تصفیوي عملیات روان دي.
تر دې وړاندې د کندز د ولایتي شورا ځینو غړو ویلي چې قلعۀزال ولسوالۍ نن سهار سقوط کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې د کندز قلعۀزال ولسوالي په بشپړه توګه د دوی په کنټرول کې ده؛ خو د افغانستان دفاع وزارت دا ادعا ردوي.