مستغني: افغان او پاکستاني پلاوی د سپین بولدک شخړه څېړي

ټاکل شوې چې نن د شنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان د دفاع وزارتونو پلاوي په سپین بولدک کې د رامنځته شوې شخړې په اړه سره وګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"تمه ده چې نن د دواړو هېوادونو د اپوراسیون مشران سره وګوري، ترڅو روانې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا شي."

نوموړي همدارنګه وویل چې په سپین بولدک کي د شخړې پیل پاکستانیانو کړی او افغان ځواکونه حق لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت بیا وايي، هر کله چې اسلام اباد له کابل سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کړي، د سپین بولدک په څېر ستونزې رامنځته کېږي.

پرون د سپين بولدک ولسوالۍ او چمن ترمنځ په صفري سېمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې د کندهار د امنیتي چارواکو په وینا، له کرښې دې غاړه په جګړه کې دوه سرحدي پوليس او يوه مېرمن وژل شوي او دغه ١١ سرحدي پوليس او ١۴ ملکيان ټپيان دي.