د هلمند په مرکز لښکرګاه کې څلور پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنيه قوماندان پاسوال اقا نور کينتوز نن ازادي راډيو ته وويل چې تراوسه د پېښې انګېزه روښانه شوې نه ده خو په وینايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
خو یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې ۷ پولیس وژل شوي، یو ټپي شوی او یو تن یې له ځان سره بیولی دی.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې په ځان نه دی منلی.