امریکايي او روسي ډیپلوماټان پر دوه اړخیزو مسئلو خبرې کوي

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وايي يو عالي رتبه ډيپلومات به يې د روسيې د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سرګي ريابکوف سره د دوشنبې په ورځ وګوري.

دوى به پر دوه اړخيزو مسايلو په خپلو کې خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون جمعه وويل، توماس شانون چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دى، له ريابکوف سره د کتنې لپاره له واشنګټن څخه نيويارک ته سفر کوي.

په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا متحده ايالات او روسيه پر ځينو نړيوالو مسايلو په خپلو کې د نظر اختلاف لري.

پرون جمعه د امريکا پوځ اعلان وکړ چې د سوريې په هغو ساحو کې به هم چې د امن زون بلل شوي، د داعش د سخت دريځو پرضد هوايي حملې وکړي.

خو روسيې ويلي، د امريکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف پوځي الوتکې به پر دغو ساحو الوتنې نه شي کولاى.

د روسيې له خوا د اوکراين د کريميا ټاپووزمې غيرقانوني الحاق او د اوکراين په ختيځ کې له روس-پلوه بېلتونپالو د روسيې ملاتړ د مسکو او واشنګټن اړيکې خړ پړ کړي دي.