بلجیم:اروپايي اتحادیه دې د ترکیې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي

بلجیم وايي، اروپايي اتحادیه دې د ترکیې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د بلجيم صدراعظم وايي، اروپايي اتحاديه دي د ترکيې په اړه خپله اخري پرېکړه وکړي چې په دې اتحاديه کې غړيتوب غواړي.

د ده په وينا، له اروپايي اتحاديې سره د ترکيې د يو ځای کېدو هڅې له خنډ سره مخامخ دي.

چارلز ميشل اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا له څو ځله پارونو وروسته اروپايي اتحاديه باید خپل محدودیت ولري.

اتریش هم غواړي په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د غړيتوب طرحه له منځه ولاړه شي.

په همدې حال کې رجب طيب اردوغان ويلي، امکان لري په دې اړه چې ترکیه بايد د اروپايي اتحاديې غړی شي که نه، يوه ټولپوښتنه به وکړي.