امیري: طالبانو د کندز- تخار لار د ترافیکو پر مخ تړلې

د کندز-تخار لويه لاره د نښتو له کبله د ترافيکو پر مخ بنده شوې ده.

د کندز ولايت د خان اباد ولسوالۍ ځايي مسئولین وايي چې نن سهار پنځه بجې د حکومت وسله والو مخالفينو د کندز-تخار پر لويه لاره د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې په پايله کې يې د کندز-تخار لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د خان اباد ولسوال حيات الله امیري ازادي راډيو ته وويل چې دا نښته د کندز-تخار پر لاره د عکس داود او ادم خان دوکان په سیمه کې په شدت روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي دوی نن سهار د کندز ولايت پر قلعه زال ولسوالي او د کندز او تخار پر لویه لاره د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو حملې پیل کړي دي.