حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر سره یوځای شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې د خپلو پلويانو يوې لويې غونډې ته خبرې وکړې.

ښاغلی حکمتیار تېره ورځ وروسته له شا او خوا دوو لسيزو د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغی او د ولسمشر، اجرائيه رئيس او نورو افغان چارواکو له خوا يې هرکلی وشو.

د افغان حکومت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې موافقه شا او خوا اته مياشتې مخکې لاسلیک شوې وه.

ښاغلي حکمتيار له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د سولې له بهير سره یو ځای شي.