ټرمپ روانه میاشت سعودي، اسرائیل او واتیکان ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د متحدایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې مې میاشتې په وروستیو کې بهر ته د خپل لومړني رسمي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان، اسرائیلو او واتیکان ته سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ پرون وویل چې ښاغلی ټرمپ به د مې په ۲۵مه نېټه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه او د دې میاشتې په ۲۶ او ۲۷ مه نیټو په سیسلي کې د نړۍ د اوو پیاوړو اقتصادي قدرتونو په غونډو کې له ګډون مخکې د مې په ۲۴مه واتیکان ته ولاړ شي.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د ده سفر به له سعودي عربستان څخه پیل شي او په روم کې به پای ته ورسېږي:

"د متحدوایالاتو د ولسمشر په توګه زما لومړی سفر به سعودي عربستان، بیا اسرائیلو او وروسته روم ته- هغه ځای ته وي چې زما د مذهبي مشرانو ډېر خوښ دی."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې په سعودي کې به د ټول منځني ختیځ له مسلمانو مشرانو سره وګوري.

سپینه ماڼۍ وايي چې ټرمپ به سعودي ته د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ د سولې، د ترورېزم پرضد د مبارزې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.