ایران وايي د سعودي د ولیعهد له وروستیو پاروونکو او غیر قانوني څرګندونو سره سره تهران د سیمه ییز امنیت د ټینګښت لپاره له سعودي عربستان سره خبرو ته تیار دی.
سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان د سې شنبې په ورځ وویل چې له تهران سره ډیالوګ به پیل نه کړي ځکه د تهران هدف د ده په وینا پر اسلامي نړۍ د نفوذ پراخول دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو پرون وویل، تهران له خپلو ګاونډیانو سره د کړکېچ له پراخولو سره لېوالتیا نه لري.
خوشرو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریس ته په یوه لیک کې ویلي چې ایران د سیمه ییز امنیت د ټینګښت، د بې ثباتۍ لپاره د افراطي ډلو د هڅو د ځپلو او فرقوي کرکې د له مینځه وړلو لپاره ډیالوګ ته تیار دی.
نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې سعودي عربستان به دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
ایراني چارواکو په لومړي سر کې د سعودي د ولیعهد څرګندونې رد کړې وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي و، دا څرګندونې ثابتوي چې سعودي عربستان د ترورېزم ملاتړ کوي او په سیمه کې د ایران پرضد ورانوونکي پالیسي تعقیبوي.