کانګرس د اوباما د صحي مراقبت مهمې برخې لغوه کړې

د متحدوایالاتو د کانګرس د استازو جرګې پرون د ډېرو لږو رایو په توپیر د پخواني ولسمشر بارک اوباما د صحي مراقبت د مشهور پلان مهمې برخې لغوه کړې.

دا پلان د ۲۱۳ منفي رایو په وړاندې په ۲۱۷ مثبتو رایو تصویب شو، خو ګومان کېږي چې په سنا کې به د دې پلان تصویب ښايي ستونزمن وي ځکه د تصویب لپاره یې شپیتو مثبتو رایو ته اړتیا ده په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي د ډیموکراتانو په وړاندې ۵۲ د ۴۸ په وړاندې په لږ توپیر اکثریت لري.

دې پلان چې په ۲۰۱۰ کال کې تصویب شو د نورو مسایلو ترڅنګ د بیوزلو امریکایانو لپاره صحي بیمه برابروله.

دې پلان ته په مارچ میاشت کې چې د استازو جرګې ته وړاندې شو لازمې رایې ورنه کړل شوې خو له یولړ اصلاحاتو وروسته یې، د زیات شمېر جمهوري غوښتونکو ملاتړ ترلاسه کړ.