د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې دیاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې اته داعشيان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې ګډو ځواکونو پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ مامند درې د سور کمر ساحه کې هوايي اوځمکني عمليات ترسره کړي چې په پايله کې د يو قوماندان همايون په ګډون اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په وژل شویو داعشيانو کې اکثرا بهرني وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت نړیوالو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په اسید خېلو سیمو کې د داعش پر یو لوی مرکز تر ټولو لوی بم« د بمونو مور» وغور ځاوه.
د افغانستان دفاع وزارت د معلومات په اساس په دې بمي حمله کې لسګونه داعش وسله وال ووژل شول.