غني بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته ځان چمتو کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې بین‌الاافغاني خبرو ته ځان چمتو کړي.

محمد اشرف غني چې نن‌یې په ارګ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست په غونډه کې وینا کوله د سیمې په هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفانو له ملاتړه لاس واخلي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره له سولې کولو وروسته نن کابل ته راغلی او دا مهال په ارګ کې حکومتي چارواکو، پخوانیو جهادي مشرانو او خپلو پلویانو ته وینا کوي.