په روسیه کې یوه نوې نظرپوښتنه څرګندوي چې جمهوري ریاست ته ولسمشر ولادیمیر پوتین له بیا کاندیدۍ سره د موافقو خلکو شمېر د وروستیو دوو کلونو په پرتله کم شوی دی.
په نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې که د روسیې د جمهوري ریاست ټاکنې په نېږدې وخت کې وشي، ښايي ۴۸ فیصده هغه روسان چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي، ولادیمیر پوتین ته رأی ورکړي.
دا نظرپوښتنه د اپرېل له ۲۱ تر ۲۴ په روسیه کې د "لوادا مرکز" په نوم په خپلواک مرکز کړې چې د پوتین د کاندیدۍ د پلویانو په شمېر کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو په پرتله کموالی څرګندوي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دې ادارې په سروې کې ۶۲ او تېر کال ۵۳ فیصده په شرایطو برابرو روسانو پوتین ته د رأی ورکولو هوډ څرګند کړی و.
داسې انګېرل کېږي چې ولادیمیر پوتین به چې له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې د روسیې د ولسمشر او صدراعظم په توګه په قدرت کې دی، د جمهوري ریاست د بلې شپږ کلنې دورې د ګټلو لپاره ځان په راروانو ټاکنو کې کاندید کړي.
د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې کېږي، خو هغه په رسمي ډول تر اوسه د ځان د کاندیدۍ اعلان نهدی کړی.
په روسیه کې خپلواکې ادارې "لوادا" په دې هېواد کې د ۱۶۰۰ کسانو نظرونه اخېستي دي.