د بریتانیې باکېنګهام ماڼۍ: شهزاده فلېپ خپل مسؤلیتونه پرېږدي

د بریتانیې باکېنګهام ماڼۍ نن اعلان وکړ چې د ملکې الیزابت خاوند شهزاده فلېپ به سږ کال، په مني کې له خپلو شاهي مسؤلیتونو لاس واخلي.

شهزاده فلېپ ۹۵ کلن دی.

د باکېنګهام ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې شهزاده فلېپ خپل شاهي مسؤلیتونه پرېږدي خو په رسمي مناسبتونو کې له ګډونه پرته به د یو شمېر مرستندویه ټولنو مشري کوي.

شهزاده فلېپ د زړه ناروغ دی خو تر دې مخکې یې په رسمي مراسمو کې ګډون کاوه.

د باکېنګهام ماڼۍ په خبرپاڼه کې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.