امریکا: اذربایجان دې د قلندروف پر مړینې خپلواکې څېړنې وکړي

د امریکا متحده ایالاتو د اذربایجان پر حکومت غږ کړی چې د یوه خپلواک بلاګر یا بلاګ لیکونکي محمد قلندروف د مړینې په اړه خپلواکې څېړنې وکړي.

محمد قلندروف د مخدره موادو د قاچاق په تور تر نيولو وروسته مړ شو.

خو د بشري حقونو یو شمېر څارونکو ویلي چې پر هغه لګېدلي تورونه ناسم وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي:

"امریکا له دې امله چې اذربایجانی بلاګر محمد قلندروف، د جمعې په ورځ د چارواکو په توقیف کې مړ شو، سخت خواشینی دی."

په خبرپاڼه کې د اذربایجان پر حکومت غږ شوی چې د دې پېښې په اړه خپلواکې، هر اړخیزې او شفافې څېړنې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د اذربایجان پر حکومت غږ کړی چې ټول هغه اذربایجاني فعالان خوشې کړي چې د خپلو بنیادي حقونو لپاره د مبارزې له امله نیول شوي دي.

په اذربایجان کې د خبریالانو د ازادۍ او امنیت انسټټیوټ د شنبې په ورځ په رپوټ کې وویل چې محمد قلندروف، ظاهراً په باکو کې په توقیف ځای کې ځان غرغره کړی دی.