د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د افغان سوداګرو ښځو ټولنه جوړه شي.
د دغې خونې رئیس نصیر احمد قاسمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغې ټولنې د جوړولو لپاره کار روان دی او د څه باندې ۳۵ سوداګرو ښځو اسناد راټول شوي څو له کابله ورته د سوداګریز فعالیت جواز واخلي.
ښاغلی قاسمي وايي، دوی غواړي چې د یادې ټولنې په جوړولو سره په بلخ کې د سوداګرو ښځو فعالیتونه منظم کړي.
نوموړی وایي چې بلخ کې ښځې په بېلابېلو برخو کې لکه د لاسي صنایعو د جوړولو، غالۍ اوبدلو او کرنې برخه کې فعالیت لري.