فیصل: ډېر ژر به د ځینو وزارتونو لپاره کاندیدان غوره شي

افغان حکومت وايي، ډېر ژر به د هغو وزارتونو لپاره کسان غوره شي چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د کابینې د بشپړېدو لپاره کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې له ډېرې مودې راهیسې ځینو وزارتونه او حکومتي بنسټونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.