د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بلاخره له شااوخوا شلو کلونو وروسته نن بېرته کابل ته ولاړ.
ښاغلي حکمتیار په لغمان کې د لومړي ځل لپاره له راڅرګندېدو وروسته په دې او څنګلوري ولایت ننګرهار کې د ویناوو په ترڅ کې د دولت نور وسله وال مخالفین په تېره بیا طالبان هم سولې ته را وبلل.
نوریاس نوري کابل ته د ښاغلي حکمتیار د تګ په اړه د سیاسي چارو له کارپوه او د کابل پوهنتون له استاد سید خالد سادات سره مرکه کړې او لومړۍ یې ترې پوښتنه کړې چې ایا د هغه راتګ به اوسنی نظام پیاوړي کړي او د افغانستان له لا امن کولو سره به مرسته وکړي؟
ښاغلي سعادات وویل:
Your browser doesn’t support HTML5