د غزني ولایت سیمهيیز امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه په دغه ولایت کې ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن پنجشبنه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې تر سهارهيې دوام درلود او پر مهاليې ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۹یې نور ټپیان شوي خو د دوی لوري ته کومه مرګ ژوبله نهده اوښتې.
نوموړي زیاته کړه چې د وسلهوالو یاد بریدونه پر شا تمبول شوي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې يې امینتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.