د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو وسلهوالو د قزاقستان په مرکز استانه کې د سولې په خبرو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
د سوریې د ملي ائتلاف ویاند احمد رمضان په یوه بیان کې پرون د سولې د دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې د دوی پلاوی په دې خبرو کې د دې لپاره برخه نهاخلي چې حکومت له بمباریو لاس نهدی اخیستی.
بل لور ته احمد رمضان وویل چې د دوی پلاوی به په استانه کې پاتې شي ترڅو د اوربند پر سرغړونو خبرې وکړي.
د ډسمبر په میاشت کې د روسیې، ایران او ترکیې له لوري په سوریه کې اروبند وشو.
په استانه کې د سولې خبرې د روسیې، ترکیې او ایران په ملاتړ روانې دي.