لاهم د ننګرهار چپرهار کې د داعش او طالبانو جګړه روانه ده

نن څلورمه ده چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.

د داعش او طالبانو د جګړو له امله د سیمې ګڼ خلک مجبوره شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل:

"د دغو نښتو پر مهال اووه کورونه د داعش او وسله‎والو طالبانو له لوري سوځول شوي، ۴۱ کورنۍ جلال‎اباد ته بې‌ځایه شوي او تر ۲۰۰ پورې نورې کورنۍ د چپرهار شااوخوا ته بې‌ځایه شوي دي."

د طالبانو او داعش خپل‎منځي جګړې په وروستیو کې سختې شوې دي، تېره اوونۍ د جوزجان په قوش‌تپه ولسوالۍ کې د دواړو لورو تر منځ په جګړو کې تر اتیا ډېر کسان وژل شوي وو.

د چپرهار د جګړې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره تر اوسه نه‎ده خپرې شوې خو د ننګرهار چارواکي وايي چې د دواړو لورو په لسګونه کسان وژل شوي دي.