د ایران شمال په یوه کان کې چاودنې ۳۵ تنه وژلي

ایرانۍ رسنۍ د ایران په شمال کې تر ځمکې لاندې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د لږ تر لږه ۳۵ کسانو د مړینې خبر ورکوي.

چارواکو د ایران دولتي آژانس اېرنا ته وویل چې دغه چاودنه پرون د ګلستان ولایت په کان کې د میتان ګازو د خپرېدو له امله رامنځته شوه.

تر پرون ناوخته د ۲۱ کسانو مړي را ایستل شوي او ویل کېږي شااوخوا اتیا کان کېندونکي د چاودنې پر مهال په کان کې دننه په کارونو بوخت وو.

ګومان کېږي چې یو شمېر کان کېندونکي به په دغه یو زرو ۸۰۰ مترو ژور کان کې بند پاتې وي.

چارواکو وویل چې نن ژغورونکې ډلې یوازې تر اتو سوو مترو پورې ورسېدې.