د نورستان چارواکي وایي چې تېره ورځ د دواب او نورګرام ولسوالیو تر منځ سړک کې د سپرلیو یو ډاټسن موټر سیند ته غورځېدلی او پهکې اتو کسانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل:
"موټر د دوران په سیمه کې سیند ته لاندې لوېدلی، پنځه تنه وژل شوي او درې تنه ټپیان دي."
د نورستان والي زیاته کړه چې دغه پېښه د سړک د خرابوالي او د ډرېور د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.